سیاست

قسمي نتيجې په ځنډ سره اعلاميږي .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون  رييس نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دجمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو قسمي نتيجې په ځنډ  او په زيات دقت سره اعلاميږي .
  ټاکل شوې ده دانتخاباتو قسمي نتيجې ډير ژر دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا اعلام شي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر  احمد يوسف نورستاني وويل : درايو دشميرنې بهير دوام لري  او چمتو دى دپوښتنو  په وړاندې نوماندانو ته قناعت ورکړي.
  ده وويل: خو نه شو کولاي درايو شميرنه وځنډو.
  پخوا دجمهوري رياست نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله درايو دشميرنې  دبندلو غوښتنه کړې وه.
ټاکل شوې وه دجمهور رياست ددويم پړاو انتخاباتو قسمي نتيجې  دير ژراعلام شي .  خو دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس نورستاني دانتخاباتو دنتيجو دځنډولو خبر ورکړ، او ويې ويل ددغه ځنډ دليل ددغه بهير په څيړنه کې شفافوالي دي ،
ده زياته کړه: له ولايتونو څخه دنتيجو دکڅوړو دليږدونې بهير دوام لري چې تراوسه پورې له دوه ديرشو ولايتونو څخه مرکزي دفتر ته رسيدلي دي ،او په ډير لنډ ممکن وخت کې به له نورو ولايتونوڅخه هم راورسيږي .
ده زياته کړه چې دانتخاباتو دترسره کولو په ورځ  دجمهوري رياست په دويم پړاو انتخاباتو کې دبرخه والو کچه نږدې اووه مليونه تنه اټکل شوې وه په داسې حال کې چې دغه کميسيون ته رسيدلې فورمې  ښي  چې په دويم پړاو انتخاباتوکې دګډون کچه له دووه مليونو تنو څخه لوړه وه .
نورستاني له دغه کميسيون سره دانتخاباتو په بهير کې دملګروملتو دسازمان  دهمکارۍ په باب وويل:  چې تراوسه پورې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره دملګروملتو دسازمان دمنځګړيتوب جزئيات مشخص نه دې خو موږ غواړو چې هر بنسټ دکتوونکي په توګه کولاي شي  دکميسيون دکار بهير اوشفافيت وڅاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته