ټولنه

دموبايل له لارې محصلانو ته دکاري مهارتونو روزنيز پروګرام پرانستل شو

کابل باختردتلې دمياشتې څلورمه  نيټه :
دموبايل  له لارې محصلانو ته دکاري مهارتونو دزده کړې پروګرام پرون دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  ډاکتر عبدالطيف روشان له خوا پرانستل شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې، دلوړو زده کړو وزارت سرپرست دامريکا دپرمختيايي ادارې او دپوهنتونونو دملاتړ اودبشري ځواک دپراختيا ددفتر څخه ددغه پروګرام دترسره کولو په خاطر قدردانۍ سره هغه يې دکاري لارو چارو  او کار موندنې  او دغه راز دکار په بازار کې داستخدام دمهارتونو له لارو چارو سره دمحصلانو دبلدتيا په لاره  کې ګټور وباله.
ده دمحصلانو دظرفيت دلوړولو په لاره کې له موبايل څخه  ګټوراستفاده ددغه
پروګرام له نورو ښيګڼو  څخه وبلل  او هيله يې  څرګنده کړه چې په راتلوونکې 
کې له دې لارې  دزياتو روزنيزو پروګرامونو زمينه برابره شي .
دغه پروګرام  محصلانو ته دکاري مهارتونو دزده کړې  لپاره دي  چې له هغه
څخه په استفادې سره  به محصلان  وکولاى شي چې دسي وي  او دغوښتنليکونو
دليکولو ، دمرکې  دمهارتونو ، دګټور و اړيکو دتامينولو  ، دکار دمديريت،
دوخت دمديريت، په دفتر کې دچلند او نور کاري مهارتونه  زده کړي .
په دې غونډه کې دلوړو زده کړو دمحصلانو دچارو معين پوهاند برى صديقي 
دامريکا  نړيوالي پرمختيايي ادارې اودپوهنتونونو  اودبشري ځواک دپرمختيا
دملاتړ دپروګرام استازي هم دمحصلانو دظرفيتونودلوړولو اودفکري ودې
لپاره ددغه پروګرام داستفادې اغيزو په باب خبرې وکړې.
ديادونې وړ ده چې  محصلان په خپلو موبايلونو کې ددغه پروګرام دنصبولو
لپاره په خپلو اړوندو پوهنتونونو کې د  ( uswdp)    مرکز ته ورشي او له هغه
څخه ګټه واخلي .
دکاري مهارتونو دزده کړې دورې ددغه دفتر داستازو له خوا پرمخ وړل کيږي 
اود دغې دورې  له پاى ته رسيدو او د آزموينې له اخيستلو وروسته برخه والو 
ته تصديق ليکونه هم ورکول کيږي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته