امنیت

دکورنيو چارو وزير په بغلان کې ديوې ځوانې نجلۍ او يوځوان هلک د وژنې دعاملينو په ډير ژر نيولو ټينګار وکړ.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
دکورنيو چارو وزير دبغلان ولايت امنيتي مسولينو ته  لارښوونه وکړه چې ديوې نجلۍ او يو هلک دوژنې عاملين ونيسي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :  دکورنيو چارو وزير د بغلان ولايت دملي پوليسو مسولينو ته لارښوونه وکړه چې ډير  ژر د يوې ځوانې نجلۍ او يوځوان هلک د وژل کيدو دقضيې عاملين چې په دې  وروستيو وختو کې په پلخمري ښارکې په  ډزو سره ووژل شول وپيژني او عدلي او قضايي مرکزونه يې معرفي کړي.
ويل کيږي دغه  دوه تنه په دې  وروستيو وختو کې له کور څخه له  تيښتې وروسته دنجلۍ دخپلوانو له خوا ونيول  شول او دقومي مشرانودپريکړې له مخې داحمدزو سيمې د دهنه غوري په ساحه کې په ډزو سره  و وژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته