کابل باختردليندي دمياشتې ٢٩ :
دهغو عملياتو په بهيرکې چې دامنيتي ځواکونو له خوا دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول دطالبانو دډلې يو قوماندان له پنځو تنو افرادوسره يې ونيول شول.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باختراژانس ته وويل ددغه ولايت امنيتي ځواکونو پنځه ورځې مخکې دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې تيره شپه پاى ته ورسيدل.
دده دڅرگندونوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې په صيادکې دطالبانو مشهور قوماندان ملا قمرالدين له پنځو تنو افرادو سره يې ونيول شو.
تاج زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې درې تنه نور له طالبانو سره دهمکاري په تور ونيول شول.
دغه راز په دغو عملياتو کې څلور کلاشينکوفونه ، يو سل ډزې ، يو ه پيکا، درې مخابرې اويوه اندازه مهمات هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .
1 1 دقیقه لوستل