امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر د سلواغې ۳مه 
شپږ تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې بريد وشو .
  د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړى قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد دهوايي ځواکونو په دې بريدکې ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د نويو ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
په دې بريدکې د وسله والو طالبانو پټنځای له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړى شوى دى .
ديوبل خبرله مخې:
په قندهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي ځواکونو نن سهار ددغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه لس ماينونه کشف او شنډ کړل .
سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښځولو مسوول بولي .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته