امنیت

د هاوان لس ماينونه دفارياب په شرين تګاب وتوغول شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢١ :
په  فارياب ولايت کې دهاوان دماين دلګيدو له امله يو ملکي وګړى شهيد شو.
د  هاوان  دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا دفارياب ولايت  په شرين تګاب ولسوالۍ  وتوغول شو چې له امله يې  ديو تن ملکي وګړي  په شهادت سربيره دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول.
دشرين تګاب ولسوال سيدلقمان ګهريک دباخترآژانس خبريال ته وويل :پرون ناوخته  د شرين تګاب ولسوالۍ په مرکز، دهاوان لس توغندي وتوغول شول  چې ددغې ولسوالۍ  په کليو اوبازار ولګيدل خو  دسر زيان يې نه دى اړولى  .
ده زياته کړه ؛  چې يو توغول شوى ماين د فوټبال په ډګر ولګيد چې له امله يې يو شپيته کلن سړى چې د لوبې د نندارې  لپاره ورغلى  و شهيد او دوه تنه نور ځوانان ټپيان شول.                                                                                                  ګهريک زياته کړه ؛  له هغه وروسته چې طالبانوله امنيتي ځواکونو سره  په  جګړه کې ماتې وخوړله  اوس  داستوګنې په سيمو دهاوانونو  بريدونه کوي    او په لويو لارو کې ماينونه ښخوي .
دميمنې ښار دافغان ترک د روغتون ډاکترانو ددغې  پيښې ديو ټپي  روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته