کابل / باختر/ د وږي١٤مه :
دولس وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
د سرپل د پوليسو وياند نوراقا شريفي باختر اژانس ته وويل ؛ دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې وسله والو طالبانو له دوو استقامتونو څخه د سرپل د سانچارک ولسوالۍ دتوپخانې اوشين جومات په کليو کې له پوځيانو سره دمقاومت په نتيجه کې ووژل شول .
او لس نوريې ټپيان شول .
شريفي زياته کړه : په دې نښته کې دوه پوليسان ټپيان او نور وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتيدل او اوس حالت په سيمه کې عادي بڼه غوره کړې ده . پاى ذ