امنیت

يوطالب په ښځينه جامو کې ونيول شو

کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
يو وسله وال طالب  د ننګرهار ولايت  په غني خيلو ولسوالۍ کې په ښځينه  جامو کې ونيول شو او څلور تنه نور طالبان  ووژل شول.
دملي  دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي د ننګرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  پرون  دامنيتي ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې له امله يې  څلورتنه ډاراچوونکي ووژل شول   او درې تنه نور چې يو  يې  په ښځينه  جامو کې و  ونيول شول.
دغه رازيو کرولاموټر ،له شپږو ماينونو ،يو توغندى ويشتونکى ، دوو شريدونو ،  يوه پيکا ، دوه کلاشينکوفونه ، يوه اندازه  چاوديدونکي توکو او  ٣٥ کيلوګرامه چرسو سره د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې  ؛  دکونړ ولايت  په اسمار ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانوپه سنګرونو دملي اردو دځواکونوله خوا  توپچي بريدونه وشول  چې له امله يې  يو ډاراچوونکي  ټپي شوى دى. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته