امنیت

د سياسي مسئلو په کارپوه احمد سعيدي ناوړه قصد وشو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د مدني ټولنې په يوه فعال او د سياسي مسئلو په کارپوه احمد سعيدي نن مازيګر ناوړه قصد وشو او ټپي شو.
د احمد سعيدي د کورنۍ يوه غړي دغه پيښه تاييدکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
دوو تنو موټر سايکل سپرو د کابل ښار د حاجي يعقوب د څلور لارې په ساحه کې په احمد سعيدي بريد وکړ او هغه يې په سرکې ټپي کړ. همد اوس ښاغلى سعيدي د کابل ښار په يوه روغتون کې بستر دى.
معالج ډاکتران وايي: خطر لرې شوى دى؛ خو ښاغلى سعيدي بايد د زياتو معايناتو د بشپړولو لپاره په روغتون کې پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته