ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا .

کابل باختر دثور دري ويشتمه :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا .
په کابل کې  داندونيزيا سفارت دليسانس دورې پنځه تحصيلي بورسونه دلوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړى دى .
دغه بورسونه دټولنيزو علومو ، دانګليسي ژبې دادبياتو ، عربي ژبې د ادبياتو ، اقتصاد او مديريت او د ارواپوهنې  ، ساينس او تکنالوژي ، رياضي ، کيميا ، بيولوژي  او دانجنيري په څانګو کې دي چې په لسو سمترونو کې پنځه کال دوام کوي .
دکانديد عمر بايد له ديرشو کلونو څخه لږ نه وي .
دثانوي دورې فراغت ليک دنمرو ترانسکيپ ، دانګليسي ژبې سند او دروغتيايي کتنو دتصديق لرل ضروري دى .
  دغه بورسونه ، دپوهنتون فيس ، دتګ راتګ ټکت ، روغتيايي بيمه دکتابونولګښت او تصديق ليک تر پوښښ لاندې نيسي .
  مينه وال کولي شي  له خپلو سندونوسره  دروان کال  دثور تر ٢٨ نيټې پورې دلوړو زده کړو وزارت دتحصيلي  بورسونو لوى مديريت ته ورشي اونوم وليکي .
په شرايطو برابر  کانديدان دلوړو زده کړو وزارت دبورسونو  دويشلو دکميسيون له خوا انتخابيږي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته