کابل باخترد وري دمياشتې ١٧ :
دقندهارولايت د ژيړۍ او ميوند ولسواليوپه مربوطاتوکې په دوه سوه پنځوس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واوړل شول.
د قندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل: څه دپاسه يوڅلويښت جريبه ځمکه دماماکاريز په ساحه کې او يوسلو پنځلس جريبه ځمکه د ژيړۍ ولسوالۍ په تانکري دره کې له کرل شويو کوکنارو څخه پاکه شوه.
ده وويل: په دغو دوو ساحوکې دکوکنارو د اړولو دپروګرام په بهيرکې څوماينونه چې دطالبانو له خوا دکوکنارو د اړولو د پروګرام دګډوډولو په مقصد ځاى پرځاى شوي وو؛ د امنيتي ځواکونو له خوا کشف اوترلاسه شوي دي .
دغه پروګرام په قندهار کې له يوې مياشتې را په دې خوا پيل شوى دى اوپه بشپړه توګه دکوکنارو تر اړولو پورې به دوام وکړي .
1 1 دقیقه لوستل