سیاست

اعلاميه

کابل- باختر- د سلواغې د مياشتې ۱۳مه
د ا جرائیه ریاست د لومړی مرستیال د مطبوعاتي دفتر لخوا د تیرې ورځې ځان وژونکې حملې په اړه د غندنې اعلامیه
دا ډول بریدونه د ملي ځواکونو روحیه نه شي کمزورې کولې.
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې د هېواد دښمنانو یو ځل بیا زموږ بېګنا هېوادوال او زړور امنیتي ځواکونه په نښه کړل.
دغه برید پرون په کابل کې د عامه نظم د ساتنې د پولیسو پر عمومی قوماندانۍ ترسره شو چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي او پولیس شهیدان او ټپیان شول.
د هېواد دښمنان غواړي د دا ډول بریدونو په وسيله د ملی ځواکونو روحيه کمزورې او خپلو شومو او ناروا موخو ته ورسیږي، چې له نیکه مرغه په خپله دغه موخه کې پاته راغلي، او پر وړاندې یې د خلکو کرکه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.
د هېواد دښمنو عناصرو دا ډول بریدونه به د ملي ځواکونو روحيه کمزورې نه بلکې لا پیاوړې کړي او په امنیتي ځواکونه به د خلکو هغه باور لا ټینګ کړي چې په مټ یې ملی ځواکونه د جګړې په ډګر کې هر ډول قربانۍ ته چمتو وي او سربیره پر دې د خلکو نفرت او د خدای لعنت به یې همیشنۍ برخه شي.
دا ډول بریدونه د سیمې او نړۍ د استخباراتو په اشاره د یو شمېر مزدورو او پردي پالو کړیو له خوا د دې لپاره تر سره کيږي، چې د ملي یووالي حکومت او ولس تر منځ واټن رامینځ ته کړي او خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، چې لله الحممد د دوی دې ډول کارونو ته ويښ او هېواد دوسته ولس لا پخوا غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او له خپل حکومت سره اوږه په اوږه د روانو ناخوالو پر وړاندې مبارزه کوي.
په دې پېښه کې شهیدانو ته د لوی او متعال خدای جل جلاله څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنیو او دوستانو ته يې د جمیل اجر او صبر هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته