کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٩
په ننګرهار ولايت کې دبهرنيو ځواکونو دهوايي بريدونو له امله ١٦ تنه داعشيان ووژل شول.
دننګرهار دوالي وياند عطا اللله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل :د ننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په کزکتي په سيمه کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکو دبريدونو له امله شپاړلس تنه داعشيان ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په وژل شويو داعشيانو کې د دوى درې تنه کليدي قوماندانان هم شامل دي .
ويل کيږي ددغو بريدونو له امله يوه اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه :په دې پيښه کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ