ټولنه

ښځينه ځواک کولای شي، چې د سولې په برخه کې خوځښت او بدلون رامنځته کړي

لښګرګاه باختر د تلې ۲۲ مه
دلته ښځينه ځواک کولای شي چې د سولې په برخه کې خوځښت او بدلون رامنځته کړي،نو اړینه ده چې د سولې دغه خوځښتونه لا ځواکمن او دوام ومومي.
دغه څرګندونې د جمهور رېیس سلاکارې  ملالۍ شینوارۍ په هلمند ولایت کې د سولې په پار د ښځو د اجماع په  جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له  مخې،
په دې غونډه کې چې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان، د جمهور رېیس سلاکارې ملالۍ شینوارې،د ښځو چارو وزارت معینې سپوږمۍ وردګ ،د هېواد د لومړۍ میرمنې د دفتر استازو او سلګونه ښځو ګډون کړی وو په کې د سولې پر راتلو او په سوله کې د ښځو پر رول هر اړخیزې خبرې وشوې.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته