کابل / دوري ٦مه / باختر :
په هرات کې يو ځوان له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې يو ډېر ښه نوښت وکړ.
هغه د خپل پلار د تلين د خيرات پر پيسو صابون پېرلى او پر خپلو ګاونډيانو يې وېشلى دى.
دغه ځوان په هرات کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې رضاکار دى .او د انجيل ولسوالۍ د صوفيانو په کلي کې ژوند کوي.
هغه باختراژانس ته وويل چې دخپل پلار د تلين د خيرات پر پيسو يې ډيټول لرونکي صابون وپېرل او هغه يې دخپل کلي پر کورنيو ووېشل چې له کرونا څخه خوندي پاتې شي او دغه راز يې دکرونا ويروس د اخته کيدو د مخنيوي د لارو چارو په اړوند معلومات ورکړل.
دغه ځوان وايي: په خپل دې کار سره ډاډه دى چې الله ( ج )به د ده مړ شوي پلار ته زيات اجر ورکړي.
هغه د هرات له خلکو وغوښتل چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي لپاره په خپله لاس په کار شي.
ختم_ ج _ اکرم