کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
په سرپل ولايت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسوولين وايي چې دپستې دبڼونو د ساتنې او خړوبولو په مقصد د دوو ميليونو افغانيو په ارزښت د دغه ولايت د پستې په بڼوالو د اوبو ټانکرونه ويشلي دي .
په سرپل ولايت کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروژې مسوول انجنير کنيشکا حميدي باختر آژانس ته وويل چې دپستې دبڼونو د ساتنې او څارنې او خوړبولو په مقصد په شپيتو تنو بزګرانو د اوبو ټانکرونه په وړيا ډول ويشلي دي .
د سرپل ولايت د صيا د ولسوالۍ د پستې بڼوال اولوغ بيګ دکرنې او مالدارۍ وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروژې دمسوولينو ددغې مرستې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: که څه هم دغه ټانکرونه د دوى ستونزې په سلو کې سل نه شي لرې کولاى خو کولاى شي تر يوې اندازې پورې له دوى سره مرسته وکړي.
د ه زياته کړه چې هرټانکر اوبه د يو جريب بڼ لپاره کفايت کوي چې هر بزګر له دووڅخه ترڅلور جريبه پورې دپستې بڼونه جوړکړي دي چې په دغو ټانکرونو د هغو خړوبولو به ستونزمن وي.
0 1 دقیقه لوستل