سیاست

دکورنيو چارووزير دفرانسې دليون په ښار کې دانترپول له رييس سره وکتل.

کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه :
دافغانستان دکورنيو چارو وزير ديو کاري سفر  لپاره  دفرانسې  هيواد ته تللى او  دانترپول له سکرتر جنرال سره يې ددغه هيواد دليون په ښار کې وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دې کتنه کې دافغانستان دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي او دانترپول  سکرترجنرال  رونالد نوبل ددوه اړخيزو اړيکو دپراختيا په لاره کې دپوليسو دمسلکي کچې دلوړولو او له  سازمان موندلو  جرمونوسره دمبارزې په لاره کې دهمکارۍ دپراختيا او دغه راز دترهګرۍ اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په باب چې افغانستان اوسيمې ته يې ګواښ مخامخ کړى دى خبرې وکړې.
دکورنيو چارو وزير وويل: دافغانستان پوليس  دتروريزم، نشه يي توکو او دانسان دقاچاقو او نورو بشري ضد جرمونو او جنايتونوسره دمبارزې په لاره کې  له نړيوالو پوليسو سره   همکار اوژمن دى .
  په همدې حال کې دنړيوالو پوليسو رييس له نړيوالو  پوليسو سره دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دصادقانه  همکارۍ له امله  دخوښي په څرګندولو سره دافغانستان له پوليسو په ځانګړي توګه دانترپول  له پوليسو  سره خپل ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې نړيوال پوليس به په راتلونکې کې هم دافغانستان دپوليسو تر څنګ ولاړ وي .
ددغې کتنې په پاى کې  دکورنيو چارو وزير دفرانسې هيواد دليون په ښار کې دانترپول  دنړيوالو پوليسو دزده کړې ، ظرفيت جوړونې او نورې څانګې وليدلې او هغه جايزه چې دافغانستان دملي پوليسو  دحالت دښه والي په لاره کې  دښو خدمتونو دقدردانۍ  لپاره برابره شوې وه دښاغلي رونالد نوبل له خوا دافغانستان  دکورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي ته ورکړى شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته