امنیت

په شمالي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو عملياتو دامريکا هيلې نه دي ترسره کړي

واشنګټن   بي بي سي  باختر د زمري دمياشتې ١ :
په افغانستان کې دناټو دپوځونو قوماندان جنرال دانفورد ويلي دي  چې په
شمالي وزيرستان کې  دپاکستاني پوځيانو عملياتو دحقاني دشبکې په
ځواکونو  دومره اغيزه نه ده کړې .
باخترآ ژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ : په افغانستان د ناټودپوځونو قوماندان وايي چې  دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې  دپاکستان داردو عملياتو ونه کړاى شول  چې دامريکا اصلي هيلې ترسره کړي .
جنرال  دانفورد چې دامريکا په کانګرس کې يې  خبرې کولې زياته کړه ، دپاکستان داردو عملياتو  ونه کړاى شول چې دحقاني دشبکې په ځواکونو اغيزه وکړي .
امريکا د حقاني شبکه  په  سيمه کې يوه  ډيره   پياوړې   جګړه ماره ډله  بولي .
دامريکا مامورينود څرگندونوله مخې :  د حقاني شبکه  دافغانستان په دننه کې  دامريکايي او افغان هدفونو پرخلاف دزياترو درندو بريدونو دعملي کولو طراحه او عامله ده.
دامريکا متحده ايالاتو په ٢٠١٢ ميلادي کال کې دحقاني شبکه يوه غير قانوني او تروريستي ډله وبلله .
ويل کيږي چې دحقاني دشبکې ځواکونه په شمالي  وزيرستان او دغه راز دکرمې ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې پټ دي .
دجنرال دانفورد دڅرګندونوله مخې : دپاکستان پوځي عمليات په دې بريالي شوي دي  چې په سيمه ييزو  او دازبکستان په جګړه مارانو ګوزارونه وکړي  خو دحقاني په شبکې پورې په اړوندو ځواکونو يې دومره اغيزه نه ده کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته