ټولنه

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په لوګر کې تروریستي برید وغانده

کابل / د غویي ۱۱ مه / باختر
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوګر په مرکز پُل علم کې پرونی موټر بم برید چې په پایله کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په کلکه غندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي دي: د دین او وطن دښمنانو یوځل بیا د لوګر ولایت په مرکز کې د موټر بم برید په مټ یو نه بښونکی جنایت ترسره کړ او خپل کرغېړن لاسونه یې زموږ د بېګناه او مظلومو افغانانو او د مکتب د زده کوونکو په وینو چې د کانکور آزموینې لپاره راغلي وو، سره کړل او په ډېرې بې رحمۍ سره يې د روژه ماتي په حالت کې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان کړل.
شورا د دغه وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ هغه یو غیر اسلامي، غیر انساني، بشري ضد او د ټولو اسلامي موازینو خلاف عمل بللی دی او په ډاګه کړې یې ده چې پر بېګناه انسانانو برید په هېڅ دین او قانون کې توجیه نلري.
د عالمانو شورا د لوی خدای (ج) له درباره د یادې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او د قربانیانو کورنیو، دوستانو او د لوګر مجاهد ولس ته جمیل صبر او د پېښې عاملینو ته د سختې سزا هیله کړې ده او همدارنګه یې پر امنیتي ارګانونو غږ کړی دی چې د پېښې عاملین ژر تر ژره وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د رپوټونو له مخې؛ په لوګر کې د تېرماښام په موټربم برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شول او۹۰ تنه نور ټپیان شول. د پېښې قربانیان زیاتره ملکیان ویل شوي دي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته