سیاست

پخواني جمهور رييس د تاجکستان له جمهور رييس سره وکتل

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي پرون د تاجکستان د دوشنبې ښار د ملت په ماڼۍ کې د دغه هيواد له جمهور رييس امام علي رحمان سره وکتل.
د پخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو ورونو هيوادونو د فرهنګي او تاريخي دوستۍ په باب خبرې اترې وشوې.
دغه راز دواړو لورو د سيمې او نړۍ او په تېره بيا د افغانستان او تاجکستان د حالاتو په باب ګټوروې خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته