امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله درې تنه شهيدان شول .

-کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
په هغه  ځانمرګي بريد کې چې نن مازيګر دکرکټ دلوبې   ډګر ته څيرمه ترسره  شوه دلومړنيو رپوټونو له مخې درې تنه شهيدان اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ځينو عيني شاهدانو ويلي دي چې ځانمرګي بريد ګر په سيمه کې دموظفو ځواکونو له خوا وپيژندل شو او په همدې دليل هغه ونه کولى شول چې   ځان دکرکټ دلوبې ډګر ته ورسيږي او ټيک د ډګر ددروازې په څو متري واټن کې يې  خپل چاوديدونکي توکي  وچول .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې درې تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير  رسنيو ته ويلي دي چې په دې پيښه کې  ديو پوليس په ګډون درې تنه شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي .
هغه شمير چې عيني شاهدان يې زيات بولي .
په همدې حال کې دعينکو دمسو دکان او دامير بند دټيمونو دکرکټ دلوبې يوشمير ننداره کوونکو دباختراژانس خبريال ته وويل چې دډار اچوونکي په مطلق  ډول دخلکو دوژنې په لټه کې دي هغوى په جوماتونو بريدونه کوي ديني عالمان شهيدانوي اوس يې په هغو کسانو بريد کړى دى چې دکرکټ دلوبې نندارې ته روان و .
ددوى په باور ددغه شان جنايت عاملان مسلمان نه دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته