ټولنه

په کونړ کې د اته پروژو چارې پیل شوې

اسعد اباد باختر دسلواغې۹ مه
د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت په اډانه کې د ولسي تړون د ملي پروګرام، سیمه ېیز انسجام او د کلیوالي لارو او اوبو رسولو برنامو له مخې، د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ پروژو چارې پيل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په دغو پروژو کې ۷۷۲ متره بولډروال، ۵۰۰ کورنیو ته د پاکو ابو رسولو، په ۷ کیلو متره سړک کریړ اچول او په درې بېلابېلو ساحو کې ۱۱۱۶ متره کانال شامل دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د کونړ  سیند  د مهارولو  ټینګ هوډ لري او دا د هغې پروژې پیل دی چې په تدریجي توګه به یې چارې پرمخ یوړل شي.
سرچینه زیاتوي چې د دغو پروژو په بشپړیدو سره به د خلکو د ستونزو د حل کېدو ترڅنګ زرګونه هکتاره ځمکه هم د سیند له ګواښه وژغورل شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته