ټولنه

د کندز ولايت له دوه سوه بېځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٣  :
د تخار او بدخشان د ولايتونو د سرې مياشتې رياستونو د کندز ولايت له ٢٠٠ بېځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنې باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره  ليکلي دي : د کندز له پيښې وروسته په سلګونو کورنۍ ګاونډيو ولايتونو ته بېځايې شوې چې له همدې امله د تخار ولايت د افغاني سرې مياشتې رياست له  ١١٢ کورنيو سره او د بدخشان ولايت د افغاني سرې مياشتې رياست له٩٠ کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
له بېځايه شويو کسانو سره د مرستې بهير به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته