امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په يوه بريد کې ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٧  :
د بادغيس ولايت دقادس ولسوالۍ په دوو امنيتي پوستو تيره شپه دوسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او١٢ تنه نور ټپيان شول.
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالعزيز اماني  د باختر
آژانس  خبريال ته   وويل   چې  وسله والو طالبانو په قادس ولسوالۍ کــــې په
امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو دمقاومت له امله
شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل  شول او دوولس تنه نور ټپيان شول.
اماني زياته کړه چې په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى او نور طالبان  له ساحې څخه تيښتې  ته اړشوي دي او اوس په دغې ولسوالۍ کې  حالت عادي دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته