امنیت

په روزګان کې د طالبانو څلور مرکزونه ويجاړ شول

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د وسله والو طالبانو څلور مرکزونه په روزګان کې له منځه يوړل شول.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د طالبانو دغه مرکزونه د روزګان د مرکز ترينکوټ ښار په چين آب کلي کې د کومانډويانو په پوځي عملياتوکې له منځه يوړل شول.
نورستاني زياته کړه چې په عملياتوکې د دښمن٣٥٠کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او اووه ځاى پرځاى شوي ماينونه له منځه يوړل شول.
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته