-کابل /دزمري ١٨مه / باختر:
د سولې د مشورتي لويې جرګې د کرونا ازمايښت نتيجې نن له رسنيو سره شريکې شوې . چې ١٤ تنه په دغه ويروس اخته و .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ د لويې جرګې په خيمه کې موظف شوي روغتيايي ټيم خبر ورکړى دى چې د٣٤٠٠استازو له جملې څخه چې جرګې ته رابلل شوي دي، د ١٤ تنودکرونا د ازمايښت نتيجې مثبتې وې چې په جرګه کې د دوى د ګډون مخه ونيول شوه . او د دوى عکسونه د پېژندنې په مقصد د لويې جرګې په سيمه کې ځړول شوي دي.
د جرګې د غړو د کرونا ازمايښت نتيجې په داسې حال کې اعلامېږي چې د جرګې برخه وال په دغه ويروس د اخته کېدواندېښنې درلودې .
ويل کېږي چې د مشورتي لويې جرګې د عمومي غونډو په بهير کې ټولنيز واټن نه رعاتېږي.
ختم _ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل