امنیت

په ننګرهار کې د ګډو افغان ځواکونو چاڼيز عملیات دوام لري

جلال اباد باختر د وږي ۲۵ مه
د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ګډو افغان ځواکونو پيل شوي عملیات لا هم په بریالیتوب سره پرمخ روان دي.
د هېواد په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ،  په تېرو ۲۴ ساعتو کې  د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د دوو تنو مخالفانو د وژل کېدو سربېره د دوی په زیاته اندازه وسلې،مهمات،نقلیه وسایط، ۳۳ ماینونه او ۳۳ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په  ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته