کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
د کندز ولايت په دوو ولسواليوکې له ٤٤ بېځايه شويو کورنيو سره نن مرسته وشوه .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: په دغو مرستوکې خيمې، ترپالونه، د اوبو سطلونه، د پخلنحي وسايل او نور ضروري توکي شته چې د خان آباد او چاربولک په ولسواليوکې په ٤٤ کورنيو وويشل شوې.
دغه مرستې له هغو کورنيو سره وشوې چې د مهاجرنيو د راستنولو، له پيـښو سره د مبارزې او د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رياستونو د ګډ هيئت له خوا سروې شوې وې.
پاى ج؛ ذ