امنیت

په لغمان کې دچاودنې له امله نهه تنه ټپيان شول .

کابل باختر د ثور دولسمه :
دختيځ ولايت لغمان دمرکز مهترلام ښار په حجت چوک کې چاودنې نهه تنه ټپيان کړل
دغه چاودنه نن سهار  هغه وخت وشو چې دترافيکو پوليس دښار په تنظيم او دګرځنده پلورونکو په شړولو بوخت و .
دلغمان ولايت يوه امنيتي مسوول  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه  کې  دترافيکو يو پوليس او اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول
ددغې پيښې په ټپيانوکې يوه ښځه  هم شامله ده .
ويل کيږي چې بم په حجت چوک کې ځاى پرځاى  شوى و او له لرې واټن څخه اداره کيده په همدې حال کې دلغمان په مرکزي روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې دڅه ناڅه دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بمي بريد مسوول بولي . او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې  پيل شوي دي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې په بمي بريدونواو دماينونو په ښخولو لاس پورې کوي  هغه  اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته