امنیت

د حج او اوقافو يوکارکوونکى ووژل شو

کابل باختردتلي اتلسمه :
د غور ولايت  د حج او اوقافو رياست يو کارکوونکى د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو او مړى يې نن ترلاسه شو .
  مولوي عبدالرحمن درې ورځې مخکې د غور ولايت  له مرکز  فيروزکوه ښار څخه  تښتول شوى و.
پوليس وايي چې د حج او اوقافو د دغه کارکوونکى مړى په فيروز کوه ښارکې په سيندکې ترلاسه کړى دى .
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه او ديرغلګرو هويت نه دي څرګند شوي او هم د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد زمان عظيمي باختر آژانس ته وويل: د دغې پيښې د څرنګوالي او د يرغلګرو د هويت د روښانه کيدو لپاره  هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته