ورزش

د اميد افغان او د سالار د ځوانانو ټيمونه لوبه کوي

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالي نن مازيګر د اميد افغان او د سالار د ځوانانو د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې د فوټبال د الف  ګروپ سيالۍ د ځوارلسو ټيمونوپه ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي.
په پرونۍ لوبه کې د ستاره آزادي  او د متحد افغان ټيمونو لوبه له ګول پرته  برابره  پاى ته ورسوله 
د قيومي د څرګندونوله مخې: تر اوسه پورې د حبيبيانا ټيم د دوه ويشتو امتيازونو په لرلو سره د جدول په سرکې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته