امنیت

په ننګرهار کې دوسلو ديو قاچاق وړونکى نيول کېدل .

-کابل باختر د وږي ٢٢مه :
دوسلو يوقاچاق وړونکى په ننګرهار کې ونيول شو .
دغه سړى پرون ناوخته  دجنګي وسايلو دلېږدونې په وخت کې  ددربابا ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ونيول شو .
  دننګرهار  يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې له نيول شوي سړي  څخه لس جنګي وسايل او دسپکو وسلو په سلګونو ګولۍ ترلاسه شوي دي .
نيول شوي سړي  په لومړنيو څيړنو کې په هېواد کې دجنګي وسايلو دقاچاقو په لسګونومواردو او دهغو په پلورنې  اعتراف کړى دى .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته