سیاستTOP

امریکا د سولې بهير او د افغانستان د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنو ملاتړ کوي

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر پرون په کابل کې د متحدو ايالاتو د سفارت له شارژدافير راس ویلسون سره د دوه اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو همکاریو او د سولې بهير په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزير متحدو ايالاتو ته د افغانستان د جګپوړي پلاوي وروستي سفر ته په اشارې سره، له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد د ملاتړ او همکاریو د دوام قدرداني وکړه.
د بهرنيو چارو وزير همدارنګه د سولې بهير، وروستي پرمختګونه او په هېواد کې د سياسي او امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې او د دغه بهير د بريا لپاره یې د سيمه ييزې اجماع په پياوړي کولو کې د متحدو ايالاتو ملاتړ مهم او ارزښتناک وباله.
اتمر امریکا ته د خپل وروستي سفر په بهير کې د متحدو ايالاتو له بهرنيو چارو وزارت سره د خپلو خبرو پايلو ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو مشورو پر دوام او د سیاسي دیالوګ پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.
د متحدو ايالاتو سفارت شارژدافیر یو ځل بیا په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان د لاسته راوړنو د ساتنې او او پياوړتيا لپاره د هېواد د بهرینو چارو وزیر ته د خپل متبوع هېواد د ژمنې ډاډ ورکړ.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته