کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ستره ډيپو په ننګرهار ولايت کې کشف شوه.
دغه ډيپو د يونس خالص د فاميلو په ښارګوټي کې له يوه کورڅخه چې په طالبانو پورې د اړوندو افرادو پټنځاى دى؛ کشف شو.
د دغوجنګي وسايلو د ساتنې په اړوند دوه تنه د امنيتي مامورينوله خوا نيول شوي دي.
له دغې ډيپوڅخه په لسګونو ډول ډول ماينونه، لاسي بمونه او د شپږو ډولو چاوديدونکو توکو بستې هم ترلاسه شوې دي.
د ننګرهار ولايت ويندوى احمدضيا عبدالزي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې طالبانوله دغې ډيپوڅخه د خپلو تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد استفاده کوله.
ده تائيدکړه چې پوځيانو د دغو جنګي وسايلو دساتنې په اړوند دوه تنه نيولي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ