کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د کونړ شيګل ولسوالۍ له مخور امان الله سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې حاجي امان الله د شیګل ولسوالۍ د خلکو ستونزې او غوښتنې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر امان الله ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اړوندې ادرې به د شیګل ستونزو د حل په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
ن/ر