اقتصاد

د سام د جګپوړي هيئت د غونډې نتيجې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريکې شوې

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د ماليي وزير اکليل حکيمي او د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي نيکولاس  هايسم په يوه خبري کنفرانس کې د سام د جګپوړي هيئت د غونډې نتيجې له رسنيو سره شريکې کړې .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له لارې خپره شوې ده؛ ويل شوي دي: د ماليې وزير اکليل حکيمي دغه کنفرانس د ملي  وحدت د حکومت لپاره يو آزمايښت وباله او زياته يې کړه: هغه ټولې ژمنې چې له نړيوالې ټولنې سره شوې وې؛ په دې غونډه کې وڅيړلې شوې او له نيکه مرغه  د ملي وحدت حکومت وکولاى شول چې په زياترو مواردوکې نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکړي او له دغه آزمايښت  څخه بريالى را ووځي.
د حکيمي دڅرګندونو له مخې: له فساد سره مبارزه په جدي توګه دوام لري او  د ماليي وزارت د ګمرګاتو په برخه کې د فساد د کمښت په لاره کې يوه بشپړه طرحه برابره کړې ده چې د ګمرکاتو د کارکوونکو د ظرفيت لوړول په ګمرګاتوکې د نويو او معياري سيستمونو جوړول، د ګمرکاتو د پوليسو د ظرفيت لوړول او له ګاونډيو هيوادونو سره د ګمرکي معلوماتو شريک کول پکې شامل دي .
د ماليي وزير دغه راز د دوو نورو نړيوالوکنفرانسونو د جوړولو خبر ورکړ چې د افغانستان په نظامي او ملکي برخوکې د مرستې په مقصد جوړيږي .
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سازمان خاص استازي  نيکولاس  هايسم د سام د جګپوړي هيئت غونډه ډيره مهمه وبلله او هغه يې د افغانستان د پخوانيو او اوسنيو ژمنو ترمنځ د يوه ارتباطي پله په توګه وبلل او ويې ويل: له نيکه مرغه  د افغانستان حکومت وکولاى شول يوځل بيا د نړيوالې ټولنې پاملرنه ځان ته جلب کړي .
ده زياته کړه: وزيرانو، د بشر د حقوقو او د مدني ټولنې استازو په دې غونډه کې خپلې ستونزې او نظريې په مشخص ډول بيان کړې چې په ښه توګه د نړيوالې  ټولنې د مرستو په وړاندې د دوى د ژمنو د عملي کولو څرګندوى دى .
د دغه کنفرانس په وروستۍ برخه کې د ماليي وزير او د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي د رسنيو پوښتنو ته ځواب ووايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته