سیاست

محمد عمر داوودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د مرغومي دمیاشتې ۱۹ مه
د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د جمهور رییس ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر مخدوم شاه محمود قریشي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې بهیر د چټکتیا او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په باب خبرې وکړې او خپل نظریات یې سره شریک کړل.
دغه راز د پاکستان او افغانستان د عالمانو د ګډې غونډې د جوړیدو په اړه هم بحث وشو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د هر رازعملي همکارۍ ژمنه وکړه.
تمه ده چې ښاغلی داوودزی به په خپل څلور ورځني سفر کې د پاکستان له یو شمېر سیاسي، نظامي او مذهبی مشرانو سره هم ناستې ولري چې موخه یې د سولې د بهیر چټکتیا او د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو په پیلولوکې مرسته ده.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته