کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
دوه تنه ځانمرګي بريدګر خپلوموخو ته له رسيدو مخکې په هلمند ولايت کې وځپل شول .
په دغو يرغلګرو نن غرمه په داسې حال کې چې په بمونوبار په موټرسايکلونو سپاره وو دلښکرګاه ښارته څيرمه بريد وشو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل دغو بريدګرو غوښتل چې په لښکرګاه ښار کې په هدفونو بريدونه وکړي خو موخې ته له رسيدو مخکې دکوماندو د ځواکونو په ډزو کې ووژل شول .
ويل کيږي چې امنيتي مامورانو په دواړو موټرسايکلونو بار بمونه شنډ کړي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ