فرهنګ

په لوګر کې دسنځلې ګل دوديزه مشاعره جوړه شوه

پل علم باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دسولې دآهنګ په نامه دسنځلې ګل ددوديزې مشاعرې يوولسم پړاو پرون  دلوګر ولايت  په مرکز پل علم ښارکې  ديوې غوندې په ترڅ کې  جوړ شو.
  دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دلوګر ولايت په مقام کې  جوړه شوې وه  دلوګر والي محمدحليم فدايي  ، امنيه قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي ،  دولايتي شورا غړو  ، ددولتي ادارو رئيسانو ، شاعرانو ، ليکوالو  ، اديبانو ، فرهنګيانو  او په سلګونو تنه ځوانانو ګډون کړي وو .
په دې غونډه کې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت  دسرپرست پوهاند محمدرسول باوري  پيغام دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درئيس محمد شفيق پوپل له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دسولې دآهنګ په نامه دسنځلې ګل  ددوديزې ميلې د جوړولو له امله خوښيي څرګنده کړې وه  اوله ټولو هېوادوالو څخه يې غوښتي و چې دفرهنګي ميراثونو په ساتنه کې دې  جدي پاملرنه وکړي .
  په لوګر ولايت کې  دسنځلې ګل ددوديزې مشاعرې  يوولسم پړاو دحماسي ، هېوادنيو ، ديني  او توصيفي شعرونو منظمو په لوستلو سره  په داسې حال کې  نمانځنه وشوه چې دسنځلې زړه وړونکى بوى ټول لوګر معطر کړى دى.
په دې مشاعره کې شاعرانو  او دترانې لوستلو ډلو  دسولې   او دا چې  جګړه بس ده  په اړوند خپل شعرونه ولوستل  او ځينو ځوانو شاعرانو  دوزګارتيا اوهغوى ته دکار موندلو لپاره ددولت دنه پاملرنې له امله سر وټکاوه.
دسنځلې ګل په دې دوديزه ميله کې  دمشاعرې په غونډې سربيره دښځو دلاسي صنايعو ، کتاب  اودهنري آثارو نندارتونه  هم دمينه والو پرمخ پرانستل شول.
ديادونې وړ ده چې دغه پروګرام  دلوګرولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا او ددغه ولايت دمقام  په هراړخيزې همکارۍ سره  جوړشوى و.دلوګر والي محمد حليم فدايي له ټولو شاعرانو اوليکوالو څخه وغوښتل چې په خپلو  ليکنو اوشعرونو کې دې دسولې پيغام افغانانو ته منعکس کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته