-کابل / دزمري ٢٨مه /باختر:
په فارياب کې د وسله والو طالبانو د ډلې درې قوماندانان د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په قيصار کې د طالبانو د سرې قطعې مسوول ملا ذبيح الله مجاهد ، په فارياب کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مرستيال ملا ناصر فاريابي او د لس کسيزې ډلې قوماندان ملا عبدالوهاب په دې هوايي بريد کې دطالبانو د ډلې وژل شوي قوماندانان دي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دغه وسله وال طالبان د قيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې په خپل پټنځي کې د نويو ډار اچوونکو برېدونو د طرحه کولولپاره راټول شوي و .
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې د وسله والو طالبانو درې قوماندانان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه قول اردو تاييدوي چې د هېواد هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو په يوې غونډې بريد کړى دى .
وسله والوطالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ج –اکرم
0 1 دقیقه لوستل