ټولنه

په خوست کې ۶۸ سړې خونې جوړې شوې

٤- متون/ د سلواغې ۱۴ مه/ باختر
د اووه دېرش مېلیونو افغانیو په لګښت په خوست کې ۶۸ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وویل چې یادې سړې خونې د کرنې ریاست په آډانه کې په مرکز او ٦ ولسوالیو کې د ۳۷ مېلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
کټوازي زیاته کړه چې د سړو خونو په جوړېدو سره به راتلونکی کال ۳۴۰ جریبه ځمکه په پیازو او الوګانو وکرل شي، چې له مخې به یې د پیازو او الوګانو حاصلات له ۸ سوه ټنو څخه درنیم زرو ټنو ته پورته شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته