سیاست

د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو ټلیفونې خبرې وکړې

کابل باختر د تلي شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما تېره شپه ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو مشرانو په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون د بمبارد پېښې، د افغانستان د امنیتي حالت او له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د داوم په باب خبرې وکړې.
بارک اوباما د بې پولې ډاکټرانو سازمان د ډاکټرانو، کار کوونکو او ملکي خلکو د وژلو په خاطر د هېواد جمهور رئیس ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړ.
د امریکا جمهور رئیس وویل، د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبارد قصدي نه وو او د دغې پېښې د څېړلو او ارزولو دستور یې ورکړی دی. ده وویل، د بې پولې ډاکټرانو سازمان رئیس سره د ټلیفوني خبرو پرمهال یې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب هغه ته هم وړاندې کړي دي.
جمهور رئیس غني د شمال ولایتونو په ځانګړي ډول د کندز او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د برياليتوبونوپه باب خبرې وکړې. بارک اوباما څرګنده کړه، چې د افغانستان خلکو سخته اوونۍ تېره کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړوي.
د امریکا جمهور رئیس وویل، هېواد به یې په څو راتلوونکو اوونیو کې د افغانستان د خلکو د دفاع، ملاتړ او لا ډېرو مرستو په خاطر تصمیم نیسي.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته