ورزش

له پاکستان سره د لوبې لپاره ملي ټيم ته د بلل شويو لوبغاړو نومونه اعلام شول

کابلباخترد اسد٢٨
دافغانستان دفوټبال فدراسيون د پاکستان له ملي ټيم سره د دوستانه لوبې د ترسره کولو په درشل کې ملي ټيم ته د بلل شويو لوبغاړونومونه اعلام کړل.
په دې لست کې د ځينو هغو ځوانو لوبغاړو نومونه هم ترسترګو کيږي چې نوى به د افغانستان د فوټبال دملي ټيم سپورتي جامې تجربه کړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ملي ټيم ته دوه ويشت تنه بلل شوي لوبغاړي په داخلي ليګونوکې او د اروپا په ګډون په ځينو بهرنيو هيوادونو کې توپ وهي.
منصور فقيريار او حميد يوسفي ملي ټيم ته د بلل شويولوبغاړو مشرتوب په غاړه لري. په داسې حال کې چې فيصل سخي زاده ،اسلام اميري، فرزاد عطايي،علي احمد يار زاده ، مقدر تاجي زاده ، زين الدين شريفي او مجتبى فيض دفاعي کرښې ته بلل شوي دي.
ددغه لست له مخې: مصطفى حديد، عطاى ميرعلي، يوسف مشرقي، وحيدنديم،رفيع بارکزي، آرش هاتفي، معروف محمدي ،مصطفى آزاد زوى او سنجر احمدي هغه لوبغاړي دي چې دافغانستان د فوټبال د ملي ټيم د سرښوونکى له خوا له پاکستان سره دلوبې لپاره ددغه ټيم اردو ته بلل شوي دي.
حميد کريمي، حشمت بارکزي او بلال آرزو هغه بريد کوونکي دي چې خپل نومونه د افغانستان د فوټبال فدراسيون له خوا په اعلام شوى لست کې ويني.
د افغانستان او پاکستان د ملي ټيمونو لوبه به سبا دمازيګر په څلورو بجو د هيواد دفوټبال فدراسيون په ځانګړى ورزشي ډګر کې ترسره شي.
دغه دوستانه لوبه په رسمي ډول دفوټبال د نړيوال فدراسيون يافيفا له خوا مديريت کيږي.
دفوټبال د ورزش کارپوهان له پاکستان سره دغه دوه دوستانه لوبې دنړۍ په کچه په تيره بيا ددغه ورزشي څانګې د نړيوال فدراسيون په وړاندې زموږ د هيواد ملي ټيم ته ستر آزمايښت بولي.
دوى وايي: هغوسترو وياړنو او عنوانونو ترلاسه کولو ته په پاملرنې سره چې په څو تيرو کلونوکې ملي ټيم ترلاسه کړي دي؛ دغه ټيم به په دې لوبه کې بريالي شي.
دافغانستان د فوټبال فدراسيون يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې د ملي ټيم لوبغاړي په بشپړ تيارۍ سره دپاکستان له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دغه اساسه لوبه به په ژوندي ډول د لمر او طلوع ټلويزيونونو له لارې خپره شي.
بله لوبه به د پاکستان په کور په توب په پاکستان کې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته