ښوونه او روزنه

دانګلستان شاهي هيواد، دهيواد له پوهنې سره مرسته کوي .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١١
د هيواد  د پوهنې وزير د نړۍ د پوهنې د  وزيرانو په نړيوال کنفرانس کې چې دانګلستان دشاهي هيواد په لندن ښارکې جوړ شوى و   ګډون وکړ.
په دې کنفرانس کې د نړى دڅه دپاسه يو سلولسو هيوادونو د ښوونې او روزنې وزيرانو په  نړۍ کې د روزنيزو  مسلو په باب خبرې وکړې .
د پوهنې وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
د هيواد د پوهنې وزير ډاکتر فاروق   وردک   په دې کنفرانس کې دهيواد دپوهنې په برخه کې دپرمختګونو په باب څرګندونې  وکړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې دافغانستان له پوهنې سره مرستو غوښتنه  وکړه .
دغه راز  په  دې کنفرانس کې ځينو هيوادونو دخپلو همکاريو د دوام ژمنه وکړه .
په دې ترڅ کې دانګلستان شاهي هيواد  ژمنه وکړه  دنهه څلويښتو مليونو پونډو ترڅنګ  چې سږ کال يې  د  افغان نجونو د ښوونې  او روزنې لپاره هيواد پوهنې ته ځانګرې کړي دي  اوس  تر تطبيق لاندې دي  دافغانستان د پوهنې له وزارت سره دتعليمي سيستم دڅيړنې او څارنې په  برخه کې همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته