سیاست

د جمهور رئیس د ډاډ ګیرنې پیغام

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ١ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې د هیواد د نومیالی، روحاني، علمي او ټولنیزشخصیت ارواښاد فخرالمشایخ میاګل جان آغا زوی (الحاج محمد حامد صوفی جان آغا) له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
ارواښاد د هیواد په کچه جید عالم، د تصوف او طریقت لارښود، مبلغ او مجاهد شخصیت و چې کلونه کلونه یې د اسلام د مبارک دین د پیاوړتیا په برخه کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې ترسره کړې دي او د تګاب د مشهورې مدرسې په چوکاټ کې یې په سلګونوعالمان روزلي او پاللي دي چې مړینه یې یوه لویه ضایع ده.
په دې وسیله د ارواښاد کورنۍ او ټولو هیوادوالو ته د الله (ج) له دربارڅخه د جميل صبر او ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته