کابل باختر دوږي نهمه
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو تيره شپه دتالقانو ښار په قره بايي کلي کې دوه تنه غله ونيول .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى خليل الله اسير باختر اژانس ته وويل غله کله يي چې غوښتل دسيمي داوسيدونکې محمد خان دکور مالونه لوټ کړي دکور دخاوند دمقاومت ، د ګاونډيانو دهمکاري او دتالقانو ښار ددويمي حوزي دپوليسو داقدام له امله دوه تنه يې ونيول او نور يې دشپې له تورتم څخه په استفادي سره وتښتيدل .
په دې پيښه کې دکور خاوند محمد خان په سرکې ټپي شوي دي او درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي .
ديوبل خبر له مخې دتخار پوليسو په يوبل اقدام کې عبدالخبير نومي چې تل دخلکو د ځورونې سبب کېده اوپه يو لړ نااراميو کې يي هم لاس درلود له يو کلاشينکوف سره دتالقانو ښار ددريمي حوزي په مربوطاتو کې نيولي دي .
0 1 دقیقه لوستل