امنیت

په غور کې دګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د وږي  نهمه :
په غور ولايت کې دافغان ځواکونوپه ګډو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
  ويل کيږي  چې په دغو عملياتو کې دوګړني پاڅون  يوبرخه وال هم شهيد شوى  دى .
دغور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفي  محسني دباختراژانس  خبريال ته وويل دملي اردو، ملي پوليسو  او دعامه نظم  ګډو ځواکونو دغور ولايت دچارسدې  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دوګړني پاڅون کوونکو  په هکارۍ عمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل او اووه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دچارسدې ولسوالۍ دبادقول ، قرتي او خونيه کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او په عملياتو کې شاملو ځواکونو دخنک کلي په لور  چې دوسله والو طالبانو دډلې  ديوه مشر  مرکز دى خپل پرمختګ ته دوام ورکړ .
  محسني زياته کړه  چې ددغو عملياتو په بهير کې  دملا جلال  په نامه دوسله والو طالبانو دډلې  يوسرګروپ  له پنځو تنو  افرادو سره  يې دوګړني  پاڅون له ځواکونوسره يوځاى شوى دى .
  دغور ولايت امنيه قوماندان زياته کړه چې وسله والو طالبانو دچارسدې  _ فيروزکوه واټ هم ددولتي  ځواکونو پرمخ تړلى دى او دخلکو دتګ راتګ مخه يې نيولې ده چې ددغې لارې  دبيا پرانستلو لپاره هلې ځلې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته