ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل/ باختر دثور نولسمه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د ډاډګيرنې او غمشريکۍ پيغام !
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د دين او هېواد دښمنانو په يوبل سترجنايت لاس پورې کړ او د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار د مرکزي دارالعلوم په تدريسي خونه کې د چاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره يې مولوي عبدالرحيم شاه آغا حنفي په داسې حال کې چې خپلو شاګردانو ته د قرآن عظيم الشان او د نبوي احاديثو په لوست ورکولو بوخت و، شهيد کړ او شپږ تنه طالب العلمان يې د ديني علومو د زده کړې په وخت کې ټپيان کړل.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا دغه جنايت په کلکه غندي او هغه د ټولو اسلامي او انساني موازينو پرخلاف بولي.
شهيد مولوي حنفي يو ٤٦ کلن ځوان عالم، تکړه مدرس او مبلغ، هېوادپال شخص، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا فعال او سابقه لرونکى غړى او د پروان ولايت د عالمانو شورا رييس و چې د ده نشتوالى يوه ستره علمي او ملي ضايعه ده. ارواښاد ته د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه د فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو، درنو عالمانو او د پروان ولايت مجاهدو خلکو ته د جميل صبر او د دغه ستر جنايت عاملينو ته د دنيا رسوايي او د آخرت د دردونکي عذاب هيله کوو او له امنيتي ارګانونوڅخه غواړو چې د عالمانو او د ديني مدرسو د امنيت په تامينولوکې زياته پاملرنه وکړي او د قضيې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته