امنیت

د چارسدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال ووژل شو

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۲۵مه
د غور ولايت پوځي مسوولينو وويل چې په دغه ولايت کې د هېواد د هوايي قواوو په بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د چارسدې ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال له څلوروتنو افرادو  سره يې وژل شوی دی.
د غور د امنيې قوماندانۍ يوه جګپوړي مسوول باختر آژانس ته وويل چې ددغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا حنيف له څلورو تنو افرادو سره يې پرون دهېواد د هوايي قواوو دبريدونو له امله ووژل شو.
د غور د ولايتي  شورا غړي عبدالحميد ناطقي د دغه خبر په تاييدولو سره وويل چې غور ولايت ته د پوليسو د خاصې قطعې په را رسيدو سره، په دغه ولايت کې د طالبانو د ځپلو  لپاره هوايي عمليات زور اخستي دي.
  ختم_عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته