نړۍ

داخوان المسلمين ګوند د شيخ الازهر منځګړيتوب ردکړ.

قاهره بي بي سي باختردزمري دمياشتې ٢١
د مصر د آزادى او عدالت ګوند د اخوان المسلمين سياسي څانګې ، د مصر په سياسي شخړه کې د منځګړيتوب لپاره شيخ الازهراحمد طيب په هلوځلو انتقاد کړى دى .
د دغه ګوند يوه ويندوى محمد سودان ويلي دي چې دوى دشيخ الازهر ييطرفي نه مني او په ده  يې د مصر د ګوښه کړاى شوي جمهور رييس محمد مرسي پرخلاف توطيه کې د لاس لرلو له او کودتا سره دملاتړ تور لګولى دى .
دغه ويندوي وويل :  کله چې د اخوان المسلمين مشران او محمد مرسي په جيل کې شپې سبا کوې او ديو شمير نور هم ترڅارنې لاندې دي د خبرو په باب غږيدل غير منطقي دي .
ده  دغه راز  وويل ، چې د مرسي د ملاتړ مظاهرې به دوام ولري  او دوې خپل هدف د رسيدو لپاره قرباني ته حاضر دي .
پرون  دمسلمانانو يوه جګپوړې روحاني احمدطيب ته نږدې خبرځايونو اعلام وکړ چې دى غواړى په روانه اوونۍ کې د بيلابيلو جرياناتو د سترو څيرو په بلنه دمصر د سياسي تاوتريخوالي دپاى ته رسولو لپاره منځګړيتوب وکړي.
په همدې حال کې دمصر پوليسو ته نږدې خبرځايونو اعلام کړى دى ،  چې امنيتي ځواکونه به سرله نن ورځې دمحمد مرسي دملاتړو غونډو په کلابندي او ښايي له هغوې سره په نښتې لاس پورې کړى .
دمحمد مرسي پرخلاف له کودتاه او دهغه له ګوښه کيدو څخه څه دپاسه يوې مياشتې په تيرويدو سره دده دملاتړو اعتراضونه هماغه شان دوام لري او په دې بهير کې په سلګونو تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي .
هغه بيلابيلې هلې ځلې چې د دواړو لورو ترمنځ دمنځګړيتوب لپاره ترسره شوي دي ، تراوسه پورې بې نتيجې پاتي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته